د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د نیوزیلنډ سره د لومړي ځل لپاره ټېسټ لوبه کوي

تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د وږي په ۱۹مه له نیوزیلنډ سره د لومړي ځل لپاره ټېسټ لوبه وکړي.

دا لوبه چي کوربه یې افغانستان دی، د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کي چي د افغان لوبډلي کور بلل کېږي، د کابل په وخت د دوشنبې ورځ د سهار په نهو بجو پیلېږي او د وږي تر ۲۳مي پوري به دوام وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره جمعه د دې لوبي لپاره یوه شپاړس کسیزه لوبډله چې حشمت‌الله شهیدي به یې مشري کوي اعلان کړه.

ملي لوبډله په روانه سپټمبر میاشت کي له جنوبي افریقا سره هم درې یو ورځنۍ لوبې په پام کي لري.

دا لوبي د سپټمبر په اتلسمه پیلیږي او د سپټمبر تر ۲۲مي پوري دوام کوي.