د لوبلړۍ وروستۍ سیالي د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کي د وسوه چي د ۵ وېکټو په توپیر افغانستان وګټله.
بنګلهدېش د پچي تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې پنځوس اورونه پوره ولوبول او ۲۴۴ منډي یې وکړې.
د یادي لوبډلي په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډي وکړې.
په افغان توپ اچونکو کي عظمتالله عمرزی تر نورو ښه وځلېد، چي ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
افغانستان ورکړل شوی هدف د لوبي په ۴۸.۲ اورونو کي د ۵ وېکټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ.