د افغانستان له هوايي حریمه د الوتکو تیریدو له امله د غیرقانوني پیسو د سپینولو خطر زیات سوی

د هوايي چلن د برخې کارکوونکي وايي، هوايي شرکتونه د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو لپاره د دریمګړو له لاري د ا.ا چارواکو ته پیسې ورکوي ځکه دا مهال ډېري الوتکي د افغانستان له هوايي حریم څخه تېرېږي.
د دغه الوتکو د زیاتېدو سره اوس د حقوقي لانجو او د غیرقانوني پیسو د سپینولو یا د پیسو د مینځلو خطر هم زیات سوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي پروسږکال چي په منځني ختیځ کي جګړو زور واخیستی او د ملکي هوايي چلن مسوولو ادارو، د افغانستان د هوایي حریم د کارولو په برخه کي خپل دریځ نرم کړ، نو د هغو الوتکو په شمېر کي هم زیاتوالی راغلی چي د افغانستان له هوايي حریم څخه کار اخلي.
طـ.البان په ښکاره وايي، د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو له درکه د عوایدو اندازه لوړه سوې، خو له دې سره سره په بهر کي د افغانستان د بانکي حسابونو د بندېدو او د لویدیځ د بندیزونو له کبله د طـ.البانو چارواکو ته د دې پیسو د سپارلو بهیر خورا پېچلی سوی دی.
د مخکیني جمهوري نظام پرمهال د نړیوال هوايي چلن ډلي یاتا د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدونکو الوتنو پیسې د افغانستان د هوايي چلن د ادارو په استازولۍ راټولولې خو یاتا وایي، دا خدمات یې د طـ.البانو له بیاواکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کي ودرول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *