د افغانستان له ۱۷‌کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي سیالیو کي د ګدون لپاره «کمبودیا» ته روانه سوه

ملي لوبډله به د دغو سیالیو په «بي ګروپ» کي د کمبودیا، بنګله‌دېش فلیپین او ماکایو لوبډلو پر وړاندي د سیالۍ ډګر ته کښته سي.

 دغه سیالۍ به د کمبودیا په کوربه‌توب د رواني اکټوبر میاشتې په ۱۹مه پیل او دهمدې میاشتي تر ۲۷ مي به دوام وکړي.

د ویلو ده چي د افغان لوبډلي د الیاس احمد منوچهر په مشرۍ د منځنۍ اسیا د ۱۷ کلنو څخه کم‌عمره فوټبال اتلولي وګټله او د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کي به ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *