د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله سبا یک‌شنبه د بنګله‌دېش پر وړاندي د لوبي میدان ته کښته کيږي

د ۱۷ کلونو د کم‌عمره د اسیا جام د فوټبال د مقدماتي سیالیو په لړ کي دا د افغانستان څلورمه او وروستۍ لوبه ده.

دا سیالۍ به د کابل پر وخت د مازیګر څلور نیمي بجې پيل سي.

افغانستان د تېري جمعې په ورځ درې د یو پر وړاندي کمبودیا ته ماته ورکړه او د اسیا ملتونو جام ته يې لار پيدا کړل.

د اسیا د ملتونو جام سیالۍ په ۲۰۲۵ کال کي پیليږي.