د افغانستان لپاره د جاپان سفیر : په پام کي لري چي په افغانستان کي ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر وایي، هيواد یې په پام کي لري چي د افغانستان په نهو ولایتونو کي ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا دغه ژمنه په کابل کي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کي کړې ده.

په دې اړه چي دغه لومړني ښوونځي به په کومو ولایتونو کي جوړېږي او یا د نجونو منځني ښوونځي هم په‌ کښي شامل دي او که‌ نه، څه نه‌ دي ویل سوي.

نوموړي زیاته کړې، چي د جاپان حکومت د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتني او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په پلان کي لري، چي په لومړي قدم کي په کابل کي ملي موزیم ته د ۳۰۰ زره ډالرو مرسته ځانګړې کړې.

په ورته وخت کي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په دغه کتنه کي ويلي چي د کابل او توکیو اړیکي خورا مهمي او د دواړو لوریو په ګټه دي او دغه راز جاپان یې د حکومت د بهرني سیاست مهمه برخه بللی دی.