د دغه اورګاډي تر بیا پیلېدو نږدې اونۍ مخکي په کابل کي د چین سفیر وویل، چي له افغانستان سره ګمرکي تعرفه ختموي.
د چین او افغانستان ترمنځ اول ځل د ۲۰۱۹ کال د مارچ په اوله د چین- حیرتان پټلۍ له لاري باري اورګاډی پیل سو، خو وروسته وځنډېدی.
خو د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشایونګ نن بیا د دې اورګاډي د پیلېدو خبره کوي.
نوموړي په خپل اېکس کي لیکلي، چي نن د جیانګسو ولایت له نانټونګ ښار څخه په ۵۵ ډبو بار دا اورګاډی د افغانستان حیرتان ته روان سو.
په بېجینګ کې د افغانستان سفیر بلال کریمي هم په خپل اېکس کي لیکلي، چي یوشیاویونګ او نورو چینايي چارواکو سره په ګډه یې د افغانستان او چین تر منځ د باري اورګاډي افتتاح وکړه.