د افغانستان نور قومونه کله د افغان په نامه ونومول شول؟

څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ

د افغانستان نور قومونه کله د افغان په نامه ونومول شول؟

په (۱۴) ميلادي پېړۍ کې د پښتنو ترڅنګ نور قومونه هم د افغان په نامه ونومول شول. لومړی اثر چې د پښتنو ترڅنګ يې کردان افغانان وګڼل، هغه  د سيفی هروی اثر ((تاريخ نامه هرات)) دی. په ((تاريخ نامه هرات)) کې راغلي چې د هرات محلي واکمن ملک شمس الدين په ۶۵۰ هجري کې د منکوخان د مشاور- جاهو او جمال الدين حسن په ګډون يو هيأت د منکو خان او امير ارغون له فرمانونو سره افغانستان ته واستاوه او د افغان له سيمه ييزو واکمنو څخه يې وغوښتل چې دده اطاعت وکړي، خو د مستونګ واکمن ملک شهشاه افغان د هغوی په ځواب کې وويل: موږ تر اوسه چنګيزخانيانو ته مال او ماليه نه ده ورکړې او په شرعي لحاظ لازمه نه ده چې موږ د هغوی خدمت او اطاعت وکړو، خو مسلمان ملک شمس الدين کرت ته به د احترام له مخې يو څه مال ورکړو. زموږ وطن ته دې لښکرې نه را استوي د دوی په زيان به تمام شي. افغان اولس سخت بې باک، تالاکونکی، خوني، جګړه مار او وطن دوست دی، په ځانګړې توګه دا کردان چې زما په خدمت کې دي، هر يويې له رستم او سام نريمان سره ډغرې وهي او راپرځوی يې…..(۲۹: ۱۹۹- ۲۰۰ مخونه)

محمود کتبي د هرات د تيموريانو د وخت ليکوال په خپل اثر ((تاريخ آل مظفر ۸۲۳هـ.)) کې ليکي چې د يزد او کرمان د محلي واکمن امير مبارزالدين مظفر او د جرما او اوغان طايفو ترمنځ جګړه وشوه. دغه جرما او اوغان قبايل د مغولو د قومونو له طايفو څخه وو چې د ارغون خان د سلطنت پرمهال (۶۸۳- ۶۹۰هـ.) د کرمان د قراختايي پادشاه سلطان جلال الدين سيورغتمش په غوښتنه د دې ولايت د ساتنې لپاره راغلي وو او دلته مېشت شوي وو. (۳۱: ۸۷ مخ)

شيراز ته د آل مظفر واکمنانو- سلطان احمد زين العابدين په لښکرکشۍ (۷۹۳هـ.) کې ((هزاره اوغان)) يعنې افغان هزاره شامل وو. په يو بل ځای کې هم زياتوی چې د امير مبارزالدين محمد زوی شاه شجاع چې د آل مظفر کورنۍ واکمن و سلطان احمد ته د يوه وصيت په ترڅ کې داسې وويل: د هزاره اوغانی او جرمايي په ژمنه او سوګند باور مه کوه، د سياست پر بنسټ له دوی سره رفتار وکړه. (۳۱: ۱۹۸، ۲۳۵ مخونه)

همدغه ليکوال د خپل اثر په دوهم ټوک کې ليکي چې امير مبارزالدين محمد په کرمان کې د خپلې واکمنۍ په پيل کې د مغولو د طايفو يعنی د جرمايانو او اوغانيانو له مخالفت سره مخامخ شو او دده د سلطنت په ټوله دوره کې دې مخالفت دوام وموند. (۳۲: ۲۰۷ مخ)

غياث الدين خواند مير د هرات د تيموريانو د وخت نوميالی مؤرخ په خپل مشهور اثر ((حبيب السير فی الاخبار اولادالبشر د ۱۵۲۰- ۱۵۲۳م. کلونو تأليف) کې د کرمان په جګړو کې د دوه زره ((اوغاني مغولو)) د برخې اخيستنې بيان کوي او هم څو ځلې د هزاره اوغاني او جرمايي د طايفو يادونه کوي. (۳۳: ۲۸۳- ۲۸۶، ۳۲۰ مخونه)

دغه راز د هرات د تيموريانو د وخت يو بل مشهور مؤرخ ميرخواند په خپل اثر ((تاريخ روضةالصفا)) کې افغانان او جرمايان له مغولو سره ګډوي او ليکي چې امير محمد کرمان ته راغی او څو ورځې وروسته خبر راغی چې اوغان او جرما مغولانو د ولايت په شاوخوا کې بغاوت او چور پيل کړی. دغه راز د همدغه اثر په فهرست کې هم مغول او افغان سره ګډ شوي دي. دغه راز د هزاره اوغان ذکر هم کوي.(۳۴: ۴۷۳- ۴۷۴ مخونه)

عبدالرزاق سمرقندی هم څو ځايه افغانان او جرمايان له ترکانو سره ګډ کړي دي. ليکي چې امير مبارزالدين مظفر په دې فکر و چې ښايي اوغان او جرمايي اتراک  به دهغه تر مظفرانه بيرغ  لاندې را ټول شی، د بم په لاره ولاړ او د جيرف په دښته کې يې واړول. دغه راز د آل مظفر د لړۍ د يوه بل واکمن – شاه شجاع په اړه ليکي، چې نوموړي هڅه وکړه د افغان او جرما پوځ تباه کړي. ((دوی ترک نژادو)). امير سيورغتمش دا قوي احتمال ګاڼه چې سرګردانه قبايل او ترک افغانان به ورسره يوځای شي. (۳۵: ۲۱ مخ) په دې ډول يو شمېر مؤرخينو د يوې ځانګړې دورې د پېښو د بيان په ترڅ کې افغانان په ښکاره له مغولو او ترکانو سره ګډ کړي دي.

پښتون نوميالی مؤرخ ظفر کاکا خېل ليکي چې په ديارلسمه هجري پېرۍ کې د افغانستان د ټولو قبايلو (پښتنو او غير پښتنو) لپاره د افغان نوم ويل پيل شول. پښتانه تر اوسه  پورې ځانته پښتانه وايي او نه افغان. پښتانه د افغان نوم يو ملي نوم ګڼي نه قومي، خو پښتون ډېر زوړ او پخوانی دی، تاريخ يې تر ويدي دورې پورې رسي. (۳۶: ۸۷ مخ) په داسې حال کې چې د اتمې هجري پېړۍ (۱۴ ميلادي) راهيسې د افغانستان مغول، ترکان، هزاره او کرد قومونه د افغان او اوغان په نامه نومول شوي دي چې موږ مخکې بحث او څېړنه ورباندې وکړه، خو يو شمېر نا خبره افغانان د ((افغان)) کلمه يوازې په پښتنو پورې تړي، چې بې له شکه دا خبره پر تاريخي حقيقت ولاړه  نه ده.

امريکايي ليکوال ارنولدفلېچر په دې عقيده لري چې په ډېر احتمال سره د افغان نوم په لومړي سر کې د يو شمېر پښتني قبيلو لپاره کارول کېده، خو وروسته ټولو افغان قومونو ته غوره شو. په خپله پښتانه د افغان له نامه سره د پارسي ژبې د ليکنو له لارې آشنا شول. دوی خپل قوم ته پښتون وايي چې جمع يې پښتانه کيږي. (۹: ۱۵ مخ)

صديق فرهنګ ليکي چې په خپله پښتانه ترجيحاً ځانونو ته پښتانه وايي، په داسې حال  کې چې پارسي ژبو هغوی د افغان او هنديانو د پټان په نامه نومولي دي. (۳۷: ۳۶ مخ)

دغه راز غبار تاييدوي چې پښتانه په اصل کې آريايان دي او ژبه يې پښتو ده، خو نورو د تاريخ په اوږدو کې د افغان او پټان په نامه نومولي دي. (۳۸: ۲۱۶- ۲۶۲ مخونه)

غبار په يوه بل مهم اثر کې ليکي چې پښتانه په سلګونو قبيلوي نومونه لري، خو عمومي نوم يې پښتون او د جمع حالت يې پښتانه دي. دا چې ولې پښتانه ځانته پښتون يا پښتانه وايي، دليل يې دادی چې دغه نوم د ((افغان)) په پرتله لرغونی قدامت او مخينه لري… خو د ((افغان)) نوم د افغانستان  د ليکوالانو له خوا په ليکنو کې له لسمې ميلادي پېړۍ راهيسې باب شوی او د ((حدودالعالم من المشرق الی المغرب)) اثر نامعلوم ليکوال، ابوريحان، فردوسي، بيهقي، ګرديزی، منهاج السراج او نورو د پښتنو لپاره کارولی دی او يو قديمي نوم دی چې د هندي ريګويدا ((اپاکان)) له نامه سره سرخوري. پښتنو د ((افغان) نوم په لومړي سر کې د ځان لپاره د يوه تحميلی نامه په توګه تصور کاوه، چې د نورو له خوا پر دوی اېښودل شوی دی. حتی پښتنو ليکوالانو ډېر وروسته په خپلو آثارو کې استعمال کړ چې د هغوی له جملې څخه يو هم خان جهان لودي (مړينه ۱۶۳۰م. کال) و. په اتلسمه پېړۍ کې د ((افغان)) نوم دومره پراختيا وموندله چې احمد شاه ابدالي په حجاز  کې د افغاني حاجيانو د ودانۍ په ډبر ليک کې د افغانستان د ټولو قومونو لپاره وکاراوه. په نولسمه پېړۍ کې د ((افغان)) د نامه د کارولو ساحه دومره پراخه شوه  چې دغه نوم سربېره پر پښتنو پردری ژبو، ترکي ژبو او د افغانستان پر ټولو خلکو کېښودل شو او په دې نامه وپېژندل شول. (۳۹: ۳۲۱ مخ)

د ((افغان)) نوم د نورو له خوا پر پښتنو اېښودل شوی، نو ځکه د پښتنو تر منځ دافغان د نامه مروجولو ډېر وخت واخيست او حتی پښتنو په لومړي سر کې فکر کاوه چې دا نوم يو خارجی نوم دی. همدا دليل و چې پښتنو ليکوالانو ډېر وروسته په خپلو ليکنو کې قبول کړ. فرانسوی ليکوال، فريه چې د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې افغانستان راغلی او ګرځيدلی ليکي چې په خپله پښتانه، نه غواړي د افغان په نامه ياد شي. پښتنو د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ځانونه خپلو قومونو او قبيلو ته منسوبول، په کومو پورې چې تړلي وو. خو د نورو قومونو په وړاندې يې ځانونه  پښتون او پښتانه معرفي کول. د افغان نوم له ډېرې مودې راهيسې په دومره اندازه عام شو چې نه يوازې پښتانه ځان ته افغان وايي، بلکې نور قومونه هم پرته له ژبني، ديني او مذهبي ملاحظې ځانونه افغان ګڼي.

يا په بل عبارت هر وګړی چې د افغانستان په سياسي حدودو کې ژوند کوي او ددې هېواد تبعه وی، افغان ګڼل کيږي. د پښتون له ځانګړي مفهوم څخه د افغان کلمې دغه  تحول يوه داسې مفهوم ته چې د هېواد ټول وګړي افغان وګڼل شول، په واقعيت کې د افغان ملت د مفهوم جامعوالی او کلی والی منعکسوي او  د قبيلوي او نورو اختصاصي مفاهيمو بې اهميتي څرګندوي. (۴۰: ۲۱- ۲۲ مخونه)

 د ((افغان)) تاريخي نوم  د افغان او انګليس په در يوو جګړو کې چې بې له شکه افغانانو وګټلې د يوه واحد، جنګيالي او مېړاني ملت په توګه را څرګند شو. مېرمن ليدی سيل چې د افغان او انګليس د لومړۍ جګړې برخه واله وه، افغان  مېړانه او نژاد داسې ستايي: ((…افغانان يو ښه او قوي نژاد دی، افغان بې له ويرې د توپ په مقابل کې ودريږي، خپله چړه کاروي، کله  چې يو سنګر ونيسي، بيانو وروسته ورڅخه د هغه نيول مشکل دي.)) (۴۱: 562 مخ) دغه راز جرمنی فيلسوف فريدرک انګلس د ۱۸۵۷م. کال په اګست کې د ((افغانستان)) په نامه په ليکلې مقاله کې د افغانانو د مېړانې او ځانګړنې په باب داسې ليکي: ((افغانان مېړني، ځواکمن او آزادي خو ښوونکي خلک دي)). (42: 83 – 85 مخونه)

تاريخي واقعيت دا دی چې په دغو دريو نا برابرو جګړوکې د افغانستان ټول قومونه تر يو واحد افغان بيرغ لاندې متحد شول او د برتانيې لويه امپراتوري يې په سيمه کې له ماتې سره مخامخ کړه او د سيمې آزادي بخښوونکی غورځنګونه  يې راولاړ کړل. دغو برياوو نه يوازې زموږ ملت نړۍ ته د افغان په نامه ور وپېژاند، بلکې د افغان تر نامه لاندې زموږ ملت واحد شو او په تاريخ کې د ګډ ملي هويت څښتن وګرځېد.

دکتور تږی ليکی د نولسمې پېړۍ له او ايلو نه را دې خوا ته زياترو ختيځ پېژندونکو د ((افغان)) کلمه په خاصه او قومي معنا د ((پښتون)) مترادفه بللې ده؛ خو په عامه او سياسي معنا يې په مکرر او متواتر ډول د افغانستان د اتباعو په مفهوم استعمال کړې ده او په دې ډول يې د افغانستان ټول اوسېدونکي لکه څنګه چې ښايي، افغانان بللي دي. (۳۵: ۵۸ مخ)

د افغان کلمه او نوم د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال لاپسې ملي او د ټولو قومونو يو واحد او ملي هويت وګرځېد. امان الله خان لومړی واکمن او شخص و چې د افغان تعريف يې په ۱۳۰۴ش. کال کندهار ته د سفر پر مهال داسې وکړ:

((هرکس چې په افغانستان کې اوسيږي او له هر مذهب او فرقې څخه چې وي، هر کار، هر صنعت او خدمت چې کوي، ټولو ته افغان ويل کيږي)) (۴3: ۱۴۰ مخ)

دغه راز د امانی دورې د لومړي اساسی قانون په اتمه ماده کې د افغان تعريف داسې شوی دی: ((د افغانستان د هېواد ټول وګړي پرته له ديني او مذهبي توپيره د افغانستان اتباع ګڼل کيږي او افغانيه تابعيت د ځانګړې نظامنامې له ترلاسه کوي.)) د همدغه قانون د لمسې مادې له مخې ټول افغان وګړي د حقونو له مخې برابر وګڼل شول. (44: ۲مخ) همدارنګه د افغانستان د اوسني اساسي قانون په څلورمه ماده کې د افغان کلمه داسې تعريف شوې ده: ((د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کيږي)). (45: ۴ مخ)

نتيجه:

۱- د پورتنۍ څېړنې په پايله کې ښکار شوه چې د افغان کلمې رېښه په هندي او سانسکريت منابعو کې له مېلاد څخه څو پېړۍ پخوا راپيلږي چې د مهاباراته په تاريخي او مذهبي کتاب او د بری هت سمهيتا په اثر کې د ((اسواکا))، ((اسوه- غانا))، ((اوګانا)) يا ((اوغانا)) په بڼه ثبت شوې ده.

۲- په دريمه مېلادي پېړۍ کې د ساسانيانو د واکمنانو لومړي شاپور او دريم شاپور د نقش رستم په ډبر ليکونو کې د ((ابګان)) او ((اپاکان)) په بڼه ثبت شوې ده. وروسته په چيني منابعو کې د ((اوپوکين)) او په عربي او پارسي منابعو کې د ابغان، الافغانيه، افغان او اوغان په بڼه راغلې ده. د افغان دغه لرغونې بڼه او نوم تر څوارلسمې ميلادي پېړۍ پورې يوازې د پښتون لپاره استعمال شوی دی. خو د څوارلسمې پېړۍ له پيل څخه د افغان يا اوغان کلمه او نوم د افغانستان د نورو قومونو لپاره هم کارول شوی دی.

۳- د اتو پېړيو راهيسې د افغان نوم د افغانستان د ټولو قومونو يو مشترک ملي نوم او هويت دی. هېڅکله هم په يو قوم پورې اړه نه لري، په افغانستان کې هر قوم قومي هويت لري، خو ملي هويت يې د افغانستان او نړۍ په کچه ((افغان)) دی.

وړانديزونه:

۱- بې له شکه افغان او افغانستان، زموږ د ټولو قومونو مشترک او تاريخي ميراث، ملي هويت او عزت دی، بايد هېچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ دغه څو زره کلن ميراث او تاريخي ملي هويت تخريب او بې ارزښته وښيي، ځکه افغان او افغانستان زموږ د تاريخ يوه ځلانده او تکامل يافته پاڼه ده؛ زموږ د يووالی او ځواک بې ساري او تاريخي منبع او سرچينه ده.

۲- هيڅ قوم بايد ځان ته دغه حق ورنه کړي چې افغان او افغانستان يوازې د ځان لپاره ځانګړی کړي، دا د ټولو قومونو تاريخي، ملي او مشترک نوم او وطن دی.

مأخذونه او منابع:

  1. حبيبي، علامه عبدالحی. افغان او افغانستان، پښتوکونکی حبيب الله رفيع، د استاد شريف ځدران سريزه، خوست: د خوست خپلواکه فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۴.
  2. واسيلی ولاديميرويچ بارتولد. تذکره جغرافيای تاريخی ايران، ترجمه حمزه سردادور طالب زاده، تهران: چاپخانه اتحاديه، ۱۳۰۸.
  3. وارتان ګريګوريان، ظهور افغانستان نوين، ترجمه علی عالمی کرمانی، چاپ اول، تهران: محمد ابراهيم شريعتی افغانستانی، ۱۳۸۸.
  4. کهزاد، احمد علی. د افغانستان پخوانی تاريخ، لومړی ټوک، د تاريخ ټولنه، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۳۴.
  5. هرودوت، تواريخ هرودوت. ترجمه ع. وحيد مازندرانی، چاپ دوم، انتشارات افراسياب، تهران: پيک ايران، ۱۳۸۰.
  6. کهزاد، احمد علی. آريانا، چاپ دوم، کابل: انتشارات اميری، ۱۳۸۶.
  7. کاکړ، محمد حسن. پښتون، افغان، افغانستان. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۰.
  8. کهزاد، احمد علی. افغانستان در شاهنامه، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۵۵.
  9. آرنولد فلېچر، افغانستان د سوبې لويه لار، د علومو اکاډمي، کابل: د پوهنې مطبعه، ۱۳۶۹.
  10. صديق، مير محمد. فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخير، جلد اول قسمت اول، قم: موسسه مطبوعاتی اسماعيليان، ۱۳۷۱.
  11. سراولف کارو، پښتانه، د الحاج شېر محمد کريمی ژباړه، پېښور: دانش کتابتون، ۱۳۷۸.
  12. شينواری، دوست. پښتانه څوک دي؟، پېښور: دانش کتابپلورنځی، ۱۳۷۷.
  13. ګانکوفسکی، د پاکستان اولسونه، مسکو، ۱۹۶۴.
  14. سرپرسی سايکس، تاريخ افغانستان، جلد اول، ترجمه عبدالوهاب فنايی، کابل: مطبعه آزادی، ۱۳۸۲.
  15. ابن اثير، الکامل فی التاريخ، اتلسم ټوک، تهران موسسه مطبوعاتی علمي، ۱۳۵۲؛ هماغه اثر، شلم ټوک، ۱۳۵۳.
  16. حدودالعالم من المشرق الی المغرب، د بارتولد په سريزه او د مينورسکی حواشی او تعليقات، دوهم چاپ، کابل: د کابل ښاروالی، ۱۳۹۰.
  17. ابن بطوطه، سفرنامه ابن بطوطه، لومړی ټوک، د محمد علی موحد ژباړه، تهران: ۱۳۴۸.
  18. هانری والټربيليو، د افغانستان د اتنوګرافۍ په باب يوه پلټنه، د محمد انور نوميالی ژباړه، کندهار، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۰.
  19. حدودالعالم من المشرق الی المغرب، کابل، ۱۳۴۲.
  20. علی بن حاد بن ابی بکر الکوفی، فتحنامه سندالمعروف به چچنامه، ډهلی، لطيف مطبعه، ۱۹۳۹.
  21. ګرديزی، ابوسعيد عبدالحی. تاريخ ګرديزی يا زين الاخبار، تهران؛ ۱۳۲۷.
  22. خواجه ابوالفضل محمد بيهقی، تاريخ بيهقی، مشهد: ۱۳۵۰.
  23. کهزاد، احمد علی. افغانستان در شاهنامه، کابل، دولتی مطبعه، ۱۳۵۵.
  24. ديوان مسعود سعد سلمان (۴۳۸- ۵۱۵هـ.ق.)، به تصحيح مرحوم رشيد ياسمی، تهران، چاپخانه پيروز، سال نامعلوم.
  25. ازرقی هروی، ديوان، د سعيد نفيسی سمونه، مقابله او سريزه، تهران: ۱۳۳۶.
  26. ماسون، واديم ميخايلويچ ورومادين، واديم الکساندرويچ، تاريخ افغانستان، ترجمه دکتور اورمړ، نسخه قلمی.
  27. محمد هوتک بن داود، پټه خزانه، دريم چاپ، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۵۴.
  28. سليمان ماکو، تذکرة الاوليا، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۶۱.
  29. سيف بن محمد هروی، تاريخ نامه هرات، کلکته، ګلشن افسټ چاپخونه، ۱۹۴۳.
  30. عبدالحی حبيبی، جغرافيای تاريخی افغانستان، دوهم چاپ، پشاور: نشرات مرکز ميوند،۱۳۷۸.
  31. محمود کتبی، تاريخ آل مظفر، جلد اول، تهران: دانشګاه تهران، ۱۳۴۶.
  32. هماغه اثر، دوهم ټوک، تهران: دانشګاه تهران، ۱۳۴۷.
  33. خواندمير، غياث الدين. حبيب السيرفی الاخبار اولادالبشر، جلد سوم، نشرات کتابخانة خيام، تهران: ۱۳۳۳.
  34. ميرخواند، محمد بن خوند شاه. تاريخ روضةالصفا، څلورم ټوک، تهران: انتشارات کتابفروشی های خيام، ۱۳۳۹.
  35. تږی، حبيب الله. پښتانه، پېښور: دانش کتابتون، ۱۳۷۷.
  36. ظفرکاکاخېل، سيد بهادرشاه. پښتانه د تاريخ په رڼا کې، پېښور، دانش کتابتون، ۱۳۷۷.
  37. فرهنګ، میر محمد صدیق. افغانستان در پنج قرن اخیر جلد اول، قسمت دوم ، چاپ اول ، قم، 1371.
  38. غبار، ميرغلام محمد. جغرافيای تاريخی افغانستان، چاپ چهارم، کابل: بنګاه انتشارات ميوند، ۱۳۸۳.
  39. غبار، ميرغلام محمد. افغانستان در مسير تاريخ، جلد اول و دوم، پشاور: دارالسلام کتابخانه، ۱۳۸۸.
  40. کاکړ، محمد حسن. افغان  افغانستان، کابل، پوهنتون کابل، ديپارتمنت تاريخ،۱۳۵۷.
  41. غبار، میر غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ، جلد اول و دوم، پشاور: دارالاسلام کتابخانه، 1388.
  42. کارل، کارس، فدریک، انګلس. پیرامون استعمار، مسکو، پروګرس نشراتی اداره، 1984.
  43. نطقهای اعليحضرت امان الله خان غازی، قسمت دوم، تهيه و تدوين نصرالله سوبمن و فرهاد ظريفی. کابل: اکادمی علوم، ۱۳۷۰.
  44. اصول اساسی دولت علية افغانستان، کابل: مطبعه عمومی، ۱۳۱۱.
  45. د افغانستان اساسی قانون، کابل: د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون، ۱۳۸۹.
  46. ارشاد، اورنګزيب. افغانستان پېژندنه، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴.
  47. مندوخېل، عبدالرحيم خان. (اولس يار)، افغان او افغانستان، لومړی چاپ، کوېټه: پښتونخوا ادبي څانګه، ۲۰۱۵م.