د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له عامو افغانانو سره د خپلو لیدنو کتو په ترڅ کي دا ځل له یو ډله ځوانانو سره کتلي او له هغوی سره یې د زده‌کړو پر ارزښت خبري کړي دي

ښاغلي کرزي له ځوانانو سره په ناسته کي د پوهي په ګاڼه سمبال ځوانان د هیواد د پرمختګ لپاره مهم بللي او یوځل بیا یې د نجونو د ښونځیو پر خلاصولو ټینګار کړی دی.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کي یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

د نجونو پر تعلیم بندیز ته له نړیوالو غبرګونونو سره-سره حکومت تر اوسه په‌دې برخه کي د کوم پرمختګ خبره نه‌ده کړې.

د ښځو او نجونو حقونه که څه هم اسلامي امارت د افغانستان کورنۍ او دودیزه مسله بولي، خو نړیوالو ته بیا دا مهمه مسئله ده او په ظاهره له همدې کبله نړیوال د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته هم زړه نه ښه کوي.