د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کي وروستۍ چاودنه په کلکه غندلې ده

حامد کرزي نن پنجشنبه په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کي دا پېښه یو تروریستي عمل بللی دی.

پرون چهارشنبه ماسپښین مهال په کابل کي د سینما پامیر په ګڼه ګوڼه کي د چاودني له امله دوه تنه ووژل سول او ۱۱ نور ټپیان سول.

په ټپیانو کې دوه کوچنیان هم شامل دي.

تر اوسه هیڅ ډلي د دې چاودني مسوولیت نه دی منلی.