د افغانستان په تړاو سبا د مسکو فارمټ شپږم پړاو ناسته جوړیږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي، د افغانستان په اړه د «مسکوفارمټ» غونډه به د جمعې په ورځ جوړه سي.

آغلي زاخارووا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اونیزه خبري غونډه کي ويلي چي د طالبانو پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دې غونډه کي د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، د سولي پروسه، د يوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه او د افغانستان اوسنۍ اقتصادي او سياسي ستونزي په دې غونډه کي د بحث موضوعات دي.

د مېرمن زاخارووا په وینا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په دې غونډه کي وینا وکړي.

دې زیاته کړه، چي د افغانستان په اړه د مسکو د غونډي په پای کي به يو پرېکړه ليک هم تصويب سي.

نوموړې وايي، د دې ناستي له پای ته رسېدو وروسته به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له پلاوي سره ناسته ولري، چي ډېر تمرکز به یې له طالبانو سره د روسیې د دوه اړخېزو اړیکو پر پراختیا او له دغه هیواد سره د مرستو پر برابرولو وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *