د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي د کورونو کرايې څو چنده لوړي سوي دي

د پاکستان څخه را ستنېدونکو کډوالو څراغ تلوېزيون شکايت کړی، چي په دا وروستيو کي د افغانستان د مرکز کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کي د کورونو کرايې څو چنده لوړي سوي دي، د هغوی په خبره چي د يوې خوا د خالي کورونو پيدا کول سخت سوي او له بله طرفه د کورونو مالکينو د کورونو کرايې څو چنده زیاتي کړي دي. هغوی له دولت څخه د دغه کړني د مخنوي غوښتنه کړي ده.
په ورته وخت کي د عدليې وزارت د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د کورونو د مالکينو څخه غوښتنه کړي، چي د کورونو کرايې دي نه لوړوي او په مناسيب قيمت دي خپلو ښاريانو ته په کرايه ورکړي، دغه وزارت دغه راز د رهنمايي معاملاتو مالکينو ته هم خبر ورکړی، چي د قانوني اندازې څخه زيات کميشن دي نه اخلي او که بيا څوک پر دا ډول کړنه ونيول سو قانوني چلند ورسره کيږي.
بايد وويل سي چي په دې وروستیو کي له ګاونډیو هېوادونو ډېر افغان کډوال راځي؛ په داسې حال کي چي ګڼ شمېر دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د افغانستان په داخل کي هيڅ ډول امکانات او یا سرپناه نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *