د افغانستان په چارو کي د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ادعا کړې چي سرپرست حکومت په افغانستان کي قومي، مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي.

هغه دغه څرګندوني له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کي کړې دي او ټینګار یې کړی چي د سرپرست حکومت دغ تګ‌لاره د افغانستان ننګوني لازیاتوي.

خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کي ویلي، په هیواد کي هېڅ ډول تبعیض او تعصب شتون نه‌لري.

د یاد وزارت د مسوولینو په وینا، د ترهګرۍ ګواښونه له‌منځه تللي او د سرپرست حکومت او نورو هیوادونو ترمنځ اړیکي هم په څه باندي درېیو کلونو کي پراخي سوي دي. د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر همدا راز له اسلامي امارته د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، هغه څه چي له دې وړاندي هم د نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمي هیوادونو له لوري مطرح سوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *