د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کي نن د وږي ۱۵مه نوی تعلیمي کال پيل سو

په کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، لغمان، کونړ او ننګرهار کي نن تعملیمي کال پيل سو خو تر شپږم ټولګي ورپورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړل سوې چي خپلو زده ‌کړو ته ادامه ورکړي.

په کندهار کي د نوي تعلیمي کال د پيل په اړه غونډه جوړه سوې وه خو خبریالانو ته پکښي د ګډون بلنه نه ده ورکول سوې او نه یې هم په اړه ډېر جزیات خپاره سوي دي.

د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې په وینا، سږ کال یو میلیون او ۴۰۰زره افغان نجوني له شپږم ټولګي پورته له زده‌ کړو پاته سوي دي.