د ط..البانو د عامي روغتيا وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۱۹ ولايتونو کي د پوليو واکسين کمپاين پيل سو.
د خبرپاڼي په حواله چي په يادو ولايتونو کي به د پوليو واکسين کمپاين څلور ورځي دوام وکړي.
خبرپاڼه زياتوي، چي د دغه څلورو ورځو په جريان کي به ۷.۳ ميليونه هغه کوچنيانو ته واکسين ورکول سي، چي عمرونه ئې تر ۵کلنو کم وي.
بايد وويل سي، چي د روغتيا نړۍوال سازمان د راپور له مخي، په ۲۰۲۵ کال کي په بادغيس او هلمند ولایتونو کي د پولیو ناروغۍ دوې مثبتي پېښي ثبت سوي دي