د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کي د اورښتونو اټکل سوی دی

د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندني ادارې اټکل کړی چي نن به په ۲۵ ولایتونو کي درنه واوره او شدید بارانونه واوري.
دې ادارې د مختلفو ولایتونو لپاره د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۵ میلی‌متره او د واوري اندازه له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي‌مترو پوري اټکل کړې ده.
د هوا پېژندني ادارې په کابل، پروان، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشیر، هرات، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان، دایکنډي، هلمند، کندهار، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، غزني، جوزجان او بلخ ولایتونو کي د درني واورې، طوفان او شدید باران اټکل کړی دی.