د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي د پولیو واکسین کمپاین پیل سو

د عامي روغتیا وزارت وائې چي نن دوشنبه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي د پولیو واکسین کمپاین پيل سو، چي په ترڅ کي به ئې ټولو هغه کوچنیانو ته چي عمر ئې د پنځو کلنو څخه کم وي واکسین ورکول سي.
دغه وزارت دغه راز زیاتوي، چي د پولیو د واکسین کمپاین به څلور ورځي دوام وکړي، چي د هیواد په کچه ۱۱ میلیونه هغه کوچنیانو ته به ورکول سي، چي عمر ئې تر پنځو کلنو کم وي.
د یادوني وړ ده، چي په افغانستان کي د ۲۰۲۵ میلادي کال له پيل څخه تر اوسه پوري یوه د ګوزڼ مثبت پېښه ثبت سوې ده.