د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کورني کرکټ په چوکاټ کي دا ځل څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) سیالۍ پیل سوې

د کرکټ بورډ په خبر کي ویل سوي دي چي، یادي سیالۍ نن دوشنبه د ننګرهار په دوو لوبغالو کي د ګڼو ملي، الف، نوولس کلنو او کورني کرکټ لوبغاړو په ګډون پيل سوي دي.

په‌دې سیالیو کي څلور لوبډلي ګډون لري، چي هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، میوند اتلان او پامیر لیجینډز نومیږي.

یادې سیالۍ به د اکټوبر میاشتي تر ۲۲مې نېټې پوري رواني وي.