کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه ټراپي به لومړی د کرکټ بورډ په اداره کي د کرکټ د پخوانیو مخکښو لوبغاړو ترمنځ نندارې ته کښېښودل سي او بیا به د افغانستان نورو تاریخي سیمو ته د نندارې لپاره ولېږدول سي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار پيدا کړې ده او په پلان کي ده چي دغه جام د نوي ۲۰۲۵ زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کي په پاکستان کي پیل سي.
که څه هم د هندوستان او پاکستان د خپلمنځي جنجالونه له امله لا هم د چمپینز ټراپۍ بشپړ مهالوېش نهدی اعلان سوی، خو افغانستان به په خپل ګروپ کي له سویلي افریقا، اسټرالیا او انګلستان سره سیالۍ وکړي.
د ویلو ده چي یاده ټراپي په لومړي ځل په پاکستان کي نندارې ته وړاندي سوه او تر افغانستان وروسته به بنګلهدېش، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان اوهندوستان ته هم د نندارې لپاره یوړل سي.