د افغانستان کرکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندي یوازېنۍ ټېسټ لوبي تمریناتي کمپ ته شل کسیزه لوبډله اعلان کړه

په اعلان سوې لوبډله کي په ګڼ نوي لوبغاړي هم غوره سوي دي.

کرکټ بورډ لیکلي، افغان لوبډله به د اګست په ۲۸مه نېټه د هندوستان په لور حرکت وکړي او په ۲۹مه نېټه به په ګرېټرنوېډا لوبغالي کي تمریناتي کمپ پیل کړي.

د ویلو ده چي دغه ټېسټ لوبه به د سپټمبر میاشتي په ۹مه نېټه پیل او تر ۱۳مي نېټې به دوام وکړي.