د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان او عربي متحده اماراتو پر وړاندي د درې اړخیزو سیالیو او اسیا جام په موخه د ۱۹ کلنو ځوانانو نوې جوړه سوې ملي لوبډله اعلان کړه

د چهارشنبې په ورځ کرکټ بورډ په یوه خبر کي ویلي چي د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د راتلونکي نومبر میاشتې په نهمه نېټه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي او هلته به له پاکستان او کوربه هیواد سره لوبې ترسره کړي.

په اعلان سوې لوبډله کي محبوب تسکین د ۱۹ کلني لوبډلي لپاره لوبډلمشر ټاکل سوی دی.

روح‌الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان په احتياطي لوبغاړو کي اخیستل سوي دي.

کرکټ بورډ ویلي چي اعلان سوې لوبډله به پر درې اړخیزو سیالیو سربېره د اسیا جام لپاره هم غوره سوې ده.

د درې اړخیزي لوبلړۍ په تړاو په خبر کي ویل سوي چي دا سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل او تر ۲۶مي نېټې به دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *