د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د شپږیزي لیګ نهم پړاو پیل ته پوره چمتووالی لري

ټاکل سوې سبا دوشنبه د اګست۱۲مه په کابل کي د کرکټ شپږیزي لیګ نهم پړاو پیل سي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دوی د دغه لیګ پرانیستي او ترسره کولو ته بشپړ چمتووالی لري.

د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي، د ټکټونه بیي هم له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو دي، هر سړی کولای سي ټکټ واخلي او لوبو ته ورځي خپل اتلان له نږدې وګوري او له دې په زړه پوري سیالیو نه خوند واخلي.

د هغه په وینا، دا سیالۍ چي د اګست تر ۲۵مې نېټه به دوام ولري، د ملي تلوېزیون د سپورټ چینل له لاري به هم په ژوندۍ بڼه خپرې سي.

بلخوا ځیني کرکټ پوهان د شپږیزي لیګ اهمیت په اړه وایي چې دې سره به د کورني کرکټ لوبغاړو تر څنګ د نویو استعدادونه د موندني او ودي ښه زمینه برابره سي.