د افغانستان کړکټ بورډ ویلي، چي د هیواد د نابینایانو ملي لوبډله به په نړیوال جام کي ګډون وکړي او د چمتووالي په موخه یې د ننګرهار په نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي کي خپلمنځي درې شل اووریزي سیالۍ ترسره کړي دي.
بورډ همداراز ویلي، چي په دې تمریناتي کمپ او سیالیو کي د لوبغاړو پر توپوهني، توپ اچوني، ډګر ساتني، او د لوبو د قوانینو او اصولو اړوند تخنیکي برخو باندي کار سوی دی.
باید وویل سي چي د افغانستان نابینایانو ملي لوبډله به د راتلونکې جمعه پښتونخوا ته سفر وکړي او هلته به د ځایي نابینایانو لوبډلي سره دوې تمریناتي شل اوریزي لوبي ترسره کړي او له دې لوبو وروسته به د نړیوال جام د ګډون په موخه لاهور او ملتان ته ولاړه سي.