د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلان کي ویلي چي د ملي لوبډلي لپاره یې نوی مرستیال روزونکی ټاکل دی

د بورډ په اعلان سوي خبر کي راغلي، هندی راما کریشنا شریدر د سویلي افریقا او نیوزیلینډ پر وړاندي راتلونکو لوبلړيو ته د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکل سوی دی.

شریدر د کرکټ روزني په برخه کي اوږده مخینه لري چي د هندوستان له ملي لوبډلي سره یې د فیلډينګ په برخه کي د روزونکي دنده هم ترسره کړې ده.

د ویلو ده چي پخوا د افغانستان په ملي لوبډله کي د مرستیال روزونکي دنده رييس احمدزي او نوروز منګل ترسره کړې ده.