د افغانستان کرکټ ستوری راشدخان په نړۍ کي لومړی مقام وېکټ اخیستونکی سو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړی راشد خان اوس په نړۍ کي لومړی توپ اچوونکی سو چي په شل اوریزو لوبو کي یې تر ټولو زیاتي ۶۳۳ ویکټي اخیستي دي.
په دغو شل اوریزو لوبو کي د راشد خان نړیوالي او نوري سوداګریزي لوبي شاملي دي.
راشد خان تېره شپه د جنوبي افریقا په شل اوریز تجارتي لیګ کي د یو لوبغاړي دینت ویلالاګي په اوټ کولو سره دا ریکارډ جوړ کړ.
تر راشد خان وروسته د ویسټ انډیز لوبغاړی ډي جې براوو دی چي ۶۳۱ ویکټي لري.
راشدخان هم پر خپله اېکس پاڼه خوښي څرګنده کړې، چي د نړۍ په کرکټ کي یو بل رېکارډ ثبت کړی او دا ویاړ یې د هیواد بللی دی.