د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا په وړاندي سبا د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا پر ملي لوبډلي له ریکار‌‌‌ډ جوړولو وروسته سبا د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کي د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

دا لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کي ترسره کېږي.

پرونۍ لوبه افغانستان د شپږو ویکټو په توپیر وګټله.

په پرونۍ لوبه کي افغان بالران وتوانېدل چي د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي د ۱۰۶ منډو په جوړېدو اوټ کړي.

دې هدف ته افغان لوبغاړي په ۲۶ اورونو کي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ورسېدل.

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ به د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ وسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *