د افغانستان کرېکټ لوبډله د نيوزيلنډ پر وړاندي د يوازينۍ ټېسټ لوبي لپاره هند ته رسېدلې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د نيوزيلنډ پر وړاندي د يوازينۍ ټېسټ لوبي لپاره په تمريناتي کمپ کي د ګډون په موخه هند ته رسېدلې.
د افغانستان په کوربتوب د دغو دواړو هیوادونو تر منځ سيالۍ د سېپټمبر پر ۹ د هند په ګرېټر نوېډا کي تر سره کیږي.
د يادولو وړه ده چي د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګوربز او مجيب ځدراڼ د نیوزيلنډ پر وړاندي تمريناتي کمپ کي نسته.
کرېکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ويلي چي ولي ياد لوبغاړي د نيوزيلنډ پر وړاندي د لوبډلي برخه نه دي.
دا لومړی ځل دی چي نيوزيلنډ له افغانستان سره ټېسټ سيالي کوي.
که څه هم نيوزيلنډ قوي لوبډله ده خو په تېر شل اوريز نړيوال جام کي افغانستان لوبه ځني ګټلې وه.