د افغانستان کي د انټرنېټ ۴۸ ساعته بندېدو راپور:

د افغانستان کي د انټرنېټ ۴۸ ساعته بندېدو راپور:

په افغانستان کي د ۲۰۲۵ د سپتمبر په پای او د اکتوبر په لومړیو کي انټرنېټ او د ګرځنده مخابراتو ټول خدمات شاوخوا ۴۸ ساعته بند پاته سول. دا پېښه د هېواد د ټولو ولایتونو خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړ.

د رسنیو د رپوټونو له مخي دا پرېکړه د طالبانو مشرانو په مستقیم امر سوې وه.

د مخابراتي کمپنیو کارکوونکي ویلي، د دوی د تخنیکي سیسټمونو ستونزه نه وه، بلکي له لوړو امنیتي ادارو څخه ورته د “امر” په توګه راغلي وه.

رسمي وضاحت نه دی خپور سوی، خو بېلابېل سرچینې څو دلیلونه یادوي:

امنیتي اندېښنې: ویل کېږي چي ط البان غوښتل د ځینو احتمالي اعتراضونو او غونډو د همږغۍ مخه ونیسي چي په دې وروستيو کي ممکن د باګرام د هوايي ډګر د ورکړي له امله بېره وه.

د بهرنیو اړیکو کنټرول: د انټرنېټ د بندېدو له لاري غوښتل سوی چي د بهرني رسنیو او فعالانو سره د اړیکو بهیر محدود سي او په راتلونکي کي دا موضوع وخت ناوخته تر کنټرول لاندي ونيسي.
خپلمنځي پېښه: ځيني اوازې وايي چي دوی پخپل منځ کي د يوه کړکېچ له امله چي د دوی مشر ته ورپېښ وو اړ سوه چي انټرنيټ قطع کړي.

اقتصادي فشار: ځیني کارپوهان وايي، د انټرنېټ د بندېدو ترڅنګ په افغانستان کي د “ستارلینک” خدمات هم د طالبانو له خوا ګران کړل سوي دي، څو د خپلو نږدې شرکتونو له لاري ګټه واخلي.

سیاسي او امنیتي کنټرول: د طالبانو مشرانو له پیله د اطلاعاتو پر ازاد جریان حساسیت درلود. د انټرنېټ د بندېدو تر ټولو قوي تحلیل دا دی چي د خلکو د احتمالي اعتراضونو، راټولېدنو او د بهرني نړۍ سره د مستقیمو اړیکو مخه ونیول سي.

استخباراتي اړخ: ځیني افغان فعالان باور لري چي دا بندېدل د ځانګړو پټو خبرو اترو او استخباراتي معاملو لپاره زمینه سازي وه، لکه د بګرام په اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ وروستي اوازې.

د اوسني حاکمانو يوه لابيګره ډيوه پتنګ وايي:
“زما په اند د انټرنيټ د بنديدو چې اوس بيرته فعاله شو تر شاه يې يوه لويه استخباراتي موضوغ پرته ده چې تر ټولو مهم يې په دې ورستيو کې د بګرام پر سر د امريکا او ط.ا.ل.ب.انو ترمنځ خبرې اترې روانې وې. نو همدې اساس د ۴۸ ساعتونو لپاره پر افغانستان انټرنيټ بند کړ ترڅو په پټه توګه خپلې استخباراتي کړنې ترسره کړي”.
وژما توخي (Wazhma Tokhi) — په ټویټر لیکلي: «د طالبانو انټرنټ بندول یوازې کیبلونه نه پرې کوي، بلکې غږونه هم قطع کوي. افغانې مېرمنې او نجونې چې لا دمخه له زده کړو منع شوي وې، اوس لا د ارتباط او زده کړې آخرې لارې هم پرې شوې دي.»

مریم په نامه يوه د نجونو زده کوونکې؛ په ګارډین کي د یوې مقالې له مخه ویلي چي انلاین زده کړي هغوی ته د هیلو لاره وه، خو بندېدو سره یې دا مسیر هم پرې سو.
The Guardian

یو دوکاندار چي نوم یې نجیب‌الله دی — ویلي: «موږ بې‌تیلیفونه او انټرنیټ داسي احساس کوو لکه ړانده سوي … ټول کاروبار په موبایلونه ولاړ دی، بازار په ټپه ولاړ دی.»
The Guardian

د افغان مېرمنو تبعیدي غورځنګ — په یوه اعلامیه کي طالبان په یو شمېر ولایتونو کي د انټرنیټ بندول یو «غیرانساني او استبدادي اقدام» بللی دی.
Amu TV

سابرینه حیات — د بلخ ولایت یوه ښځینه کسب کوونکې (د ګنډلو کار) ده، چي ریویټرز وېلي: د فایبر انټرنېټ د قطع کېدو وروسته یې کار او عاید ډېر زیانمن سوی، ځکه چي د کسبونو لپاره اړیکي او بازارونه یې له انترنت سره تړلي وو.
Reuters

د طالبانو دریځ په خپله متضاد دی: ځیني یې دا د فایبر ستونزه بولي، ځیني یې د “اخلاقي فساد” دلیل وړاندي کوي. دا تناقض خپله د شکونو او بې‌باورۍ دروازه پرانیزي.

د انټرنېټ د بندېدو پېښه یوازي یوه لنډمهاله تخنیکي پرېکړه نه وه، بلکي د طالبانو د واکمنۍ د اصلي منطق څرګندونه کوي:

د ټولنیز کنټرول زیاتول

د بیان د ازادۍ محدودول

د خلکو د ږغونو پرې کول

او په نړيواله کچه د بې‌باورۍ زیاتول

که دا تګلاره دوام وکړي، د افغانستان اقتصاد، زده کړه او ټولنیز ژوند به نه یوازي د سیمي، بلکي د نړۍ له پرمختګونو څخه په بشپړه توګه جلا پاته سي.