د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني نړۍوال سازمان (FAO) وایي چي د افغانستان ۱۹ ولایتونه د وچکالۍ له امله په پراخه کچه زیانمن سوي دي.
دغه سازمان دسې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه باندي لیکلي چي رواني وچکالي د هيواد د خلکو ستونزي لا پسي ډېري کړي دي، په ځانګړي ډول شمالي ولایتونه چي تر ټولو ډېر اغېزمن سوي دي.
د خوړو او کرني سازمان د رپوټ له مخي، د وچکالۍ له کبله د کرنیزو محصولاتو حاصلات کم سوي، څړځایونه وچ سوي او د اوبو سرچینې هم د کمېدو له ګواښ سره مخ دي.
دغه راز بزګران وایي چي د اوبو او باران د کمښت له امله ئې سږکال د خپلو فصلونو حاصلات ډېر لږ دي او د مالدارۍ له پاره مناسب څړځایونه هم نه لري.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخي، که څه هم وچکالي د افغانستان پر ټولو خلګو ناوړه اغېز کړی، خو له هر څه زیات ئې کلیوالي خلګ له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د کلیو اوسېدونکي چي د خپلو عوایدو زیاتره برخه له کرني او مالدارۍ څخه ترلاسه کوي، اوس له اقتصادي ستونزو او د خوړو د کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو او افغان حکومت څخه غوښتي چي د وچکالۍ له امله زیانمنو سوو خلګو ته بېړنۍ مرستي ورسوي، څو د دوی د ژوند اساسي اړتیاوې پوره سي او د قحطۍ مخه ونیول سي.
د یادونې وړ ده چي افغانستان له څو کلونو راهیسي د اقلیمي بدلون او پرله پسې وچکالیو له امله له سختو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دئ او دا وضعیت د میلیونونو افغانانو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړی دئ.