اسیا لیجنډز شل اوریز لیګ ته د «اصغر افغان» په لوبډلمشرۍ «د افغانسـتان پټانز» ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان سوه چي پکښي د افغان لوبډلي پخوانۍ څېرې لوبیږي.
په اسیا لیجنډز لیګ کي د افغانستان پټانز په نوم لوبډلي مشر روزونکی «شیوناراین چندرپال» او اصغر افغان یې لوبډلمشر دی.
د افغانستان پټانز په نوم د لوبډلي نوملړ کي چي تېره ورځ تر بولۍ وروسته اعلان سو، د لوبډلمشر اصغر افغان په ګډون محمد شهزاد، سمیعالله شینواری، نوروز منګل، کریم صادق، دولت ځدراڼ، روښان بارکزی، افتاب عالم، منیر کاکړ، هستيګل عابد، شاپور ځدراڼ، باطن شاه، عبدالله مزاری او نورعلي ځدراڼ شامل دي.
د ویلو ده چي په دغه لیګ کي ځیني هغه لوبغاړي لوبول کيږي چي له نړیوال کرکټ څخه یې مخه ښه کړې وي خو ځیني بیا هغه لوبغاړي دي چي اوس هم د نړیوال کرکټ برخه دي.
دغه لیګ به د روان زیږدیز کال د مارچ له ۱۳مي تر ۲۱مي پوري دوام وکړي.