د افغاني سرې مياشتي ټولنه د ۱۰ په زړه سوري کوچنيانو درملنه کوي

د افغاني سرې مياشتي ټولني د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د ۱۰ تنو هغه افغان کوچنيانو وړيا درملنه کوي، چي د‌زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي.
دغه ټولنه وايي، چي ياد تعداد کوچنيان ئې په مرکز کابل کي دوو روغتونونو ته د درملني او عملياتو په موخه معرفي کړي دي.
بايد وويل سي چي د ثور په مياشت کي د اسلامي همکاریو سازمان هم د ۳۰ تنو په زړه سوري کوچنيانو درملنه کړې وه.