د افغاني سرې میاشتي ټولنه وايي، ۸۹ ماشومان چي د هډوکو د پړسوب په ناروغۍ اخته وو یا هم سخت سوځېدلي وو، پرون پنج‌شنبه د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل سول

دغې ادارې پرون پر خپله ایکس‌پاڼه جرمني ته د دغو ماشومانو د لېږد خبر ورکړی دی.

وړاندې ویل سوي، چې ۴۵ نور ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه سوي دي.

څه باندې درې لسیزې کېږي چې افغان ماشومان چي سخت سوځېدلي وي، یا هم په ځینو ناروغیو اخته وي، د جرمني د “سولې کلي” بنسټ په مرسته د درملنې لپاره لېږل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *