د افغاني سرې میاشتي ټولني سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کي د یوې غونډي پرمهال وویل، چي د هغو ۷۴ کوچنیانو له ډلي چي له دې وړاندي جرمني ته د درملني لپاره لېږل سوي، ۴۶ به یې، د رواني اوونۍ په پای کي له درملني وروسته کابل ته راستانه سي.
د افغاني سرې میاشتي ټولني مسوولینو په وینا، په افغانستان کي د سختو سوځېدلو او د هډوکو د میکروب د ناروغانو شمېر ډېر دی چي د جرمني د سولي کلي خیریه موسسې لهخوا د دغو ناروغانو درملنه زیاته سي.
په ورته وخت کي د المان د سولي د کلي بنسټ مشره کلاویا وايي چي دغه اداره هڅه کوي، په المان کي د کوچنیانو د ښې درملني زمینه برابره کړي.
بل خوا د هغو کوچنیانو چي سخت سوځېدلي او یا د هډوکو په میکروب اخته دي د کورنۍ غړي وايي، په افغانستان کي د دوی د کوچنیانو درملنه ممکنه نهده او له همدې امله جرمني ته استول کېږي.