د ط..البانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چي د سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ دچهار شنبې په ورځ پيل سوې ده.
د دغه وزارت په خبره چي نن چهارشنبه سهار د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته راورسېدل.
یاد وزارت دغه راز ويلي دي، چي په ټولو نړۍوالو هوایي ډګرونو کښي د افغان حاجیانو د خوندي لېږد له پاره ئې بشپړ چمتووالی نیولی دئ.