د افغان ميرمنو پرکارونو بنديز به افغانستان ته يو ميليارډ ډالر زیان ورسوي

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) خبرداری وکړی، که چيري د ط…البانو لخوا د افغان ميرمنو پر کارونو محدوديتونه همداسي جريان پيدا کړي، نو په راتلوونکو دووکلنوکي به د افغانستان اقتصاد ته يو ميليارد ډالر زیان ورسوي. دغه سازمان دغه راز زیاتوي چي افغان ميرمني اوس مهال په افغانستان د کور څخه بهر د کارکولو، ټولنيز او اجتماعي فعاليتونو څخه بندي دي او هره ورځ په یاده برخه کي د ط…البانو له پر دوی محدوديتونه زیاتيږي.
یو ان ډی پی په خپل راپور کي ويلي دي، چي د ط…البانو تر واک مخکي د افغانستان په کاري ځواک کي د میرمنو ونډه ۱۹ سلنه وه، دا شمېره په ۲۰۲۱ کي د پام وړ کمه سوه، او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ ترمنځ، د ميرمنو د کار کولو کچه، ۶ سلنې ته کښته سوې ده.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، که چيري په افغانستان کي د ميرمنو پر کارونو محدوديتونه هم داسي جريان ولري نو په راتلوونکو دوو کلنو کي به افغانستان ته یو ميليارډ ډالره اقتصادي زيان ورسوي.
د يادوني وړ ده، چي په افغانستان کي اوس مهال يوازي ميرمني د کور څخه بهر د کارکولو څخه نه دي منع سوي بلکي په ښوونځي او پوهنتون کي د زده کړو څخه هم بې برخي سوي دي.