د الازهر شیخ وایي پاپ فرانسېز د انسانیت سبمول وو

د الازهر شیخ احمد الطیب په یوه خپاره سوي پيغام کي ویلي دي، چي د کاتولیکانو د مذهب مشر پاپ فرانسېز په نړۍ کي د اسانیت سبمول وو، هغه دغه راز زیاتوي چي نوموړی پاپ یو غیرتي شخص وو او په نړۍ کي د ډېرو مذهبي مشرانو ترمنځ ئې روغه جوړه کړې او د بشریت لپاره ئې سترکارونه تر سره کړي وه.
نوموړی زیاتوی چي د واتیکان او الاهزر ترمنځ ښې اړیکي، چي خبري ئې په ۲۰۱۳ کي پيل سوې وي او په ۲۰۱۷ کي امضا سوې هم د پاپ له امله وي.
د الازهر شیخ احمد الطیب کلیسای کاتولیک پیروانو ته په ټوله نړۍ کي او د پاپ فرانسېز  کورنۍ ته صمیمانه تسلیت وړاندي کړی او د هغوی لپاره صبر او تسلیت هیله ښودلې ده.
د دیادوني وړ ده، چي پاپ فرانسېز نن دوشنبه د ۸۸ کلنو په عمر مړ سوی، هغه د کاتولیکانو د مذهب لوی رهبر او مشر وو.