د القاعده ډلي د یمنۍ څانګي مشر خالد باطرفي وژل سوی دی

القاعده شبکې ویلي دي چي په یمن کي یې مشر وژل سوی دی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
القاعده شبکې تېره ورځ (د مارچ پر ۱۰مه) په خپره کړې ويډيو کي د خالد الباطرفي مړی د خپل بیرغ په کفن پوښلي حالت کي ښوولی دی.
د امریکا حکومت په عرب ټاپووزمه کي د القاعدې د هغه مشر په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د پینځه میليونه ډالرو انعام ایښی وو.
نوموړی په زندان کي وو خو له زندانه تر تښتېدو وروسته يې د يمن په کورنۍ جګړه کي د وسلوالي ډلي مشري کول.
امریکايي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ز کال د مې میاشتي پر دویمه د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کي وواژه خو بیا هم دغه ډلي په ټوله نړۍ کي د بېلا بیلو پلویانو له لاري خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
د القاعدې د یمن څانګه تر ټولو خطرناکه بلل کېږي چي د اسامه بن لادن تر وژني وروسته هم فعاله ده.
امریکا د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۳۱مه په کابل کي تر بن لادن وروسته د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژني خبر ورکړی وو.