د المان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي المان ته ئې د افغان کډوالو د لیږد بهير تر موقت وخت پوري ځنډولی دئ.
دغه وزارت وایي چی یاده پرېکړه د المان د راتلونکي حکومت د جوړېدو او د کډوالو په اړه د نوو سیاستونو ټاکلو په موخه سوې ده. د دغه وزارت په وینا چي د افغان کډوالو د راتګ پرېکړه به نور د المان راتلوونکی حکومت کوي.
د یادوني وړ ده چي په پاکستان کی ۲۶۰۰ افغانان وروسته له هغه چي د المان دولت له لوري دغه هېواد ته د لېږدولو لپاره منل سوي، یوازې د ویزو په تمه دي، دا چي د المان راتلوونکی حکومت به د یادو افغانانو اړوند څه ډول پرېکړه وکړي دا هغه پوښتنه ده، چي وخت به ئې جواب کړي.