د المان صدراعظم: د‌ ط..البانو د رسيمت پېژندلو په برخه کي اوس هيڅ پلان نه لرو

د المان صدراعظم فریدریش میرڅ په خپل وروستي بيان کي هغه راپورونه په کلکه رد کړل چي ګواکي د المان حکومت په افغانستان کي د ط..البانو اداره په رسمیت پېژندلو په لټه کي ده.
نوموړي ټینګار کړی، چي د آلمان فدرالي حکومت د ط..البانو له ادارې سره د رسمي اړیکو جوړولو یا د هغوی د رسمیت پېژندلو له پاره کوم پلان نه لري. هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي المان له افغانستان څخه د یو شمېر افغان کډوالو د اخراج بهیر پیل کړی .
دغه کډوال چي ویل کېږي د پناه غوښتني شرایط ئې نه دي پوره کړي، د اخراج په موخه د کابل ته لېږدول کیږي. دا پرېکړه په المان او د اروپايي ټولني په کچه د کډوالۍ د سیاستونو په اړه پراخي نیوکي راپورته کړي دي. یو شمېر مدافع سازمانونه او د بشري حقونو فعالان وايي چي په اوسني وخت کي د کډوالو اخراج، په ځانګړې توګه د ط..البانو تر کنټرول لاندي افغانستان ته، د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخ کولای سي.