د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وایي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له مرستندویه ماموریت یوناما سره همکاري نه ‌کوي او هغه د دښمن یو لوری بولي

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌ مخي دا وزارت د یوناما په وړاندي دغه اقدام وروسته له هغه کوي، چي یوناما د دې وزارت له‌ ‌خوا په نوي نافذ سوي قانون انتقاد کړی او خبرداری يې ورکړی چي هغه به له نړیوالي ټولني سره د دوی د ښکېلتیا راتلونکي زیانمنه کړي.

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت پر خپله ټولنیزه شبکه اېکس‌ پاڼه کي په یوه بیان کي ویلي دي، د یوناما له ‌خوا د دوامداره تبلیغاتو په خاطر د یوناما ملاتړ او ورسره همکاري نه ‌کوي او هغه یو مخالف لوری بولي.

د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو مدافعي ټولنو هم پر دغه نوي قانون انتقاد کړی دی.