د امربالمعروف وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وايي، د دې وزارت توشیح سوي قانون کي د هغه مادې لپاره طرزالعمل جوړيږي چي د ذیروح شیانو تصویر اخستل او یا خپرول پکښي منع بلل سوی دی.
خیبر د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي د وزارتونو د ویاندویانو او د رسنیو د مسوولینو د همږغۍ ناستي ته ویلي، هڅي یې پیل کړي چي د ذیروح موجوداتو د تصویر د نه خپرولو په تړاو مادې لپاره یو داسي طرزالعمل جوړ کړي چي هم قانون ته درناوی وسي او هم پکښي رسنیو ته د تصویر د اخیستلو زمینه برابره سي.
نوموړي په ولایتونو کي د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو په تړاو وویل چي د اړوندو ولایتونو د سیمهییزو مسوولینو له خوا دا کار سوی او امربالمعروف وزارت پکښي رول نه لري.
د امربالمعروف وزارت د رسنیو د ملاتړ ډاد ورکړ او ویې ویل چي په هیواد کي د ننه ټولو رسنیو څخه ملاتړ کوي.
دا په داسي حال کي ده چي د امربالمعروف وزارت په نوي توشیح سوي قانون کي د رسنیو له لاري د هغو مطالبو پر خپرولو ټینګار سوی چي د روح لرونکو شیانو عکسونه پکښي نه وي.