د امريکا دوو سناتورانو د افغانانو د موقتي خونديتوب د پروګرام د لغوه کېدو اړوند اندېښنه څرګنده کړې

دوه مخکښو امریکایي سناتورانو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو ته په یوه لیک کښي د ۸ زرو څخه زیاتو افغانانو د موقتي خوندیتوب د پروګرام د لغوه کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د جمعې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي، چي جین شاهین او لیسا مورکوفسکي په دغه لیک کښي د دې پرېکړي د سمدستي بیاکتني او د افغانانو له پاره د موقتي خوندیتوب حالت د بېرته راګرځولو غوښتنه کړې.
هغوی ټینګار کړی، چي د دې پروګرام لغوه کېدل به د زرګونو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *