د متحده ایالاتو استازو مجلس د دوشنبې په ورځ هغه لایحه تصویب کړه، چي موخه ئې د امریکایي مالیات ورکوونکو د پیسو څخه ط..البانو ته د هر ډول مالي مرستو مخنیوی پکښي سوی.
دا لایحه د جمهوري غوښتونکو استازو په پراخ ملاتړ سره تصویب سوې ده.
ددغي طرحي اصلي جوړونکی ټینسي ایالت د جمهوري غوښتونکي استازي ټیم بورچټ دئ.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنیو چارو کمیټې رئیس برایان مست په یوه بیان کي ويلي: «دا قانون تضمینوي، چي د امریکایي مالیات ورکوونکو یو سنټ پیسې هم ط..البانو ته نه رسیږي؛ نه په مستقیم ډول، نه په پټو لارو، او نه هم د درېیمو هیوادونو یا غیررسمي بنسټونو له لاري.»
امریکایي چارواکو ویلي، چي دا لایحه د استازو مجلس له خوا له تصویب وروسته، اوس د وروستۍ ارزوني له پاره د متحده ایالاتو سنا مجلس ته استول کېږي.