د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې د اردن له پاچا عبدالله سره وکتل

ښاغلي بايډن او پاچا عبدالله  د متحده ایالاتو او اردن ترمنځ د 75 کلن ډیپلوماتیکو اړیکو او دوامداري ملګرتیا اعتراف وکړ.

ولسمشربايډن او پاچا عبدالله په غزه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره یې د ګډ کار کولو ژمنه وکړه.

دواړو د دوامدارې او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره ژمنتيا ښودلي او د فلسطین او اسراييلو ترمنڅ د ستونزو د حل تضمين يي کړی .

ولسمشر بایډن او پاچا عبدالله په غزه کې د فلسطین ملکي وګړو ته د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د زیاتوالي او دوامدار رسولو اسانتیا لپاره خپله ګډه ژمنه تکرار کړه. او ولسمشر بایډن په دې هڅو کې د اردن مشرتابه د ملګرتیا څخه مننه وکړه.