د امریکا د تنسي ایالت سیمهییزو چارواکو خبر ورکړی چي د پوځي چاودېدونکو موادو په یوه فابریکه کي د سختي چاودني له امله څو کسان وژل سوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چي دا پېښه د Accurate Energetic Systems په نوم فابریکه کي، چي د نشویل ښار لویدیځ ته ۸۰ کیلومتره لیري موقعیت لري، رامنځ ته سوې ده.
د هامفریز سیمې والي کریس دیویس ویلي، د قربانیانو دقیق شمېر لا نه دئ روښانه، خو دا ئې تایید کړې چي چاودني درنه مرګژوبله اړولې ده.
په دغه چاودنه کي د فابریکې اصلي ودانۍ پوره ویجاړه سوې ده.
د راپورونو له مخي، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) او د الکول، سګرټو، وسلو او چاودېدونکو موادو د کنټرول ادارې (ATF) پلټونکي سیميته رسېدلي او د چاودني لامل څېړي.
دا فابریکه چي پوځي او فضایي چاودېدونکي مواد جوړوي، مخکي هم په ۲۰۱۴ کال کي یوه کوچنۍ چاودنه په کښي سوې وه چي له امله ئې یو کس وژل سوی او درې نور ټپيان سوي وو.