د امريکا فدرالي محکمې ټرمپ ته اجازه ورکړې، چي افغان کډوال د امريکا څخه وباسي

يوې فدرالي محکمې د امریکا حکومت ته اجازه ورکړې چي د افغان او کامروني اتباعو له پاره د لنډمهالي خوندیتوب (TPS) پروګرام پای ته ورسوي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وسوه چي د ټرمپ ادارې اعلان وکړ، افغانستان او کامرون نور د یاد پروګرام معیارونه نه پوره کوي.
محکمې ويلي، چي شواهد نسته چي د ټرمپ حکومت د دغه پرېکړي مخنیوی وکړي.
د دې پرېکړي له امله شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانان او ۷۹۰۰ کامرونیان د امریکا د ایستلو له ګواښ سره مخ کېږي.
بايد وويل سي، چي د افغانانو د تخلیې د پروګرام مشر، شان وانډایور، دا یو سیاسي ګام بللی او ویلي ئې دي چې دا پرېکړه له هغو افغانانو سره جفا ده چي د امریکا له پاره ئې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی وو.