د امریکا په جورجیا ایالت کي د یوه ښوونځي دننه په ډزو کي څلور کسان وژل سوي او نهه نور ژوبل سوي دي.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي چي دغه ټکان پرون چهارشنبه د یوه ۱۴ کلن زدهکوونکي لهخوا سوي چي قربانیان یې دوه زدهکوونکي او دوه ښوونکي دي.
په ټپيانو کي بیا اته زده کوونکي او یو ښوونکی شامل دی.
د جورجیا د څېړنو د مرکز مشر کریس هوسي ویلي، بریدګر نیول سوی او یوه نږدې توقیف ځای ته لېږدول سوی دی.
چارواکو نه دي ویلي چي بریدګر زدهکوونکي څه ډول وسله کارولې، خو په خبره یې څېړني یې پيل کړي چي معلومه کړي زدهکوونکي دغه وسله څنګه ښونځي ته دننه کړې ده.