د امریکا دفاع وزیر پیت هګست وايي، چي له افغانستانه د امریکا له ګډوډ وتلو څخه د حساباخیستني لپاره به دا موضوع وڅېړي.
هغه د پنتاګون له کارکوونکو سره په کتنه کي ویلي، دوی به د افغانستان د وتلو موضوع وڅېړي ترڅو معلومه کړي چي څه ډول تېروتني سوي او ولي د هغو لپاره هیڅ حساب نه دی اخیستل سوی.
پیت هګست په افغانستان کي ناکامه جګړه، پر اوکراین د روسیې یرغل او پر اسراییل د حماس ناڅاپي برید، هغه پېښي وبللې چي د امریکا پر ځواکمنتیا یې د نړۍ باور کمزوری کړی دی.
هغه ژمنه وکړه، چي د افغانستان د جګړې په اړه به، چي په ۲۰۲۱ کال کي د امریکا له ګډوډ وتلو سره پای ته ورسېده او د واشنګټن له ملاتړه برخمن حکومت په کابل کي ژر نسکور سو، حساباخیستل کېږي.