د امریکا دفاع وزیر وایي، له افغانستانه د ناکامه وتني هر اړخ څیړي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست وایي، دوی له افغانستانه د خپلي ناکامي وتني هر اړخ په بشپړ ډول څيړي.
هغه د کابینې په غونډه کي چي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کښي وو وویل، پلان لري چي له افغانستانه د وتلو پوره حساب کتاب وکړي.
د دفاع د وزیر د خبرو پر مهال ډونالډ ټرمپ بیا وویل، د هغه ډلي په کارونو کي لوی پرمختګ نسته چي له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي.
د ټرمپ ادارې د خپلو کمپاینونو پر مهال هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکي کړي دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طـ.البانو له بیا رسیدو وروسته امریکا خپل ټول ځواکونه د دوو اونیو په ترڅ کي له افغانستانه وایستل.
د تخلیې د همدې عملیاتو پر مهال داعش د کابل هوایي ډګر مخته یو برید وکړ چي د لسګونه افغانانو په ګډون یې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل او یوشمېر یې ټپیان کړل.