د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند : افغانستان د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کي لومړیتوب لري

ماتیو میلر ویلي، چي د افغانستان اړوند مسلې حاضردمه د متحدو ایالتونو د سفارت د شارژدافېري کرن ډیکر، د افغان ښځو لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي رینا امیري او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکي مارک پومرشیم له لوري اداره کیږي.

د امریکا لپاره د افغانستان د لومړیتوب پوښتنه په داسي حال کي مطرح سوې چي د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ته بله دنده وسپارله او بل څوک یې د افغانستان ځانګړی استازی نه دی ټاکلی.

تر دې مخکي پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به استعفا وکړي.

بلینکن زیاته کړې، ویسټ، چي د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کي د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل سو، واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د یوې ننګوونکي دورې په ترڅ کي د متحدو ایالتونو د پالیسۍ په جوړولو کي مهم رول لوبولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *